ایکنا-د اسلام د ګران پیغمبرحضرت محمدمصطفی(ص) او حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د نیکمرغه زوکړې جشن د چارشنبې په ورځ د تهران له هفت تیر میدان څخه تر میدان ولی عصر پورې په چورلیت او لارې کې د پرله پسې څلورم کال لپاره د ؛د مهربانۍ پیغمبر؛ په عنوان سره ترسره شو.
د خبر لمبر: 3491705 خپرونې تاریخ : 2025/09/14
ایکنا – د اسلامی تفکر او کلتور د څيړنّځاي د علمی پلاوي یوه مسئول ووئيل؛ د شیعه ااو سني ترمینځ یوازې وحدت رامینځةکول هیڅ معنا نه لري، پلکې وحدت باید په ټولو اسلامی مذهبونو ترمینځ ترسره شي.له بده مرغه مونږ معمولا وحدت یوازې د شیعه او سني په چوکاټ کې مطرح کوو.
د خبر لمبر: 3491696 خپرونې تاریخ : 2025/09/13
ایکنا- دعلوی مقدس آستان ددینی چارو له څانګې سره اړونده ددیني تبلیغ برخې دنبوی سیرت د لومړنۍ الیکټرانیکي سیالۍ د پیلیدا خبر ورکړی.
د خبر لمبر: 3491695 خپرونې تاریخ : 2025/09/13
ایکنا- د اسلام د ګران پیغمبر(ص) د نیکمرغه میلاد په مناسبت دعباسی مقدس آستان په همت سره په کربلا کې د ؛رحمةاللعالمین ؛ لومړنۍ نړیواله جشنواره پیل شوې ده.
د خبر لمبر: 3491687 خپرونې تاریخ : 2025/09/10
د وحدت اونۍ سره په یووخت!
ایکنا – د قرآن ریډیوئي چینل د اسلام د ګران پیغمبر(ص) د نیکمرغه ولات او د وحدت اویووالی داونۍ سره په یووخت د صلوات دختم؛ عمومي کمپاین ترسره کوي.
د خبر لمبر: 3491686 خپرونې تاریخ : 2025/09/10
سید عباس عراقچي!
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر د اسلامی وحدت په ضرورت په ټينګار سره روښانه کړه، د اسلامی نړۍ وحدت یوازې کوم مستحب اقدام یا مثبت آرمان نه دی،بلکې نن سبا یو شرعي واجب او پریکنده ضرورت دی . د اسلامی امت اوسني شرائط ایجابوي چې وحدت او یووالی نه یوازې یوه دنده ،بلکې یو انتخاب وګڼو.
د خبر لمبر: 3491685 خپرونې تاریخ : 2025/09/10
ایکنا- د تهران د مشرانو په کنفرانس هال کې د اسلامی وحدت د نهه دیرشم نړیوال کنفرانس پرانیستونکی دستورې پرون د وږي یا سنبلې د میاشتې په اولسمه نیټه ترسره شوې چې له مختلفو هیوادونو څخه د متفکرانو،دیني عالمانو او غوره شخصیّتونو پکې ګډون وکړ او ددغه کنفرانس په پرانیستونکو دستورو کې د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان هم شتون درلود.
د خبر لمبر: 3491682 خپرونې تاریخ : 2025/09/09
ایکنا- د مصفطی(ص)جایزې د شپږم پړاؤ دستورې پرون دوشنبې په ماښام د اسلامی نړۍ د درو غوره متفکرانو په معرفۍ او قدرونې سره د تهران په وحدت تالار یا ستر هال کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3491681 خپرونې تاریخ : 2025/09/09
ایکنا - حضرت امام جعفر صادق علیهالسلام د انصاف، صداقت، خلکو ته د خدمت او د انساني کرامت د ساتنې په څېر اخلاقي اصولو باندې په ټینګار سره، د انساني اړیکو د ښه والي لپاره ارزښتناکې لارښوونې وړاندې کړي دي.
د خبر لمبر: 3491679 خپرونې تاریخ : 2025/09/09
ایکنا - د هندوستان د کرالا صوبې په «کالیکوت» ښار کې د رسول الله (ص) د میلاد نړیوال سمینار د هند د مفتي تر څارنې لاندې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3491678 خپرونې تاریخ : 2025/09/09
ایکنا - د «محفل» قرآني پروګرام مشهور قاضیان، لکه حامد شاکرنژاد، حسنین الحلو او سید جلال معصومي، د پاکستان تر ټولو لوی او مهم کلني جشن ته بلل شوي دي.
د خبر لمبر: 3491674 خپرونې تاریخ : 2025/09/08
ایکنا - د ایکنانیوز له خوا د نړۍ د بېلابېلو حوزو او پوهنتونونو د عالمانو او پوهانو په ګډون د «۱۵ پيړیو د نور او رحمت پیغمبر پیروي»نومې نړیوال ویبینار ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3491670 خپرونې تاریخ : 2025/09/08
ایکنا - د ایران د کردستان ولایت د بانه د اهل سنتو ټولنې د جمعې د لمانځه امام په ایران کې د مسلمانانو د یووالي، په تیره بیا د شیعه او سني یووالي پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: اسلامي یووالي نه یوازې یو مذهبي اصل دی، بلکې د دښمنانو له دسیسو سره د مقابلې او د اسلامي ملت د ګټو د ساتنې لپاره هم یوه لاره ده.
د خبر لمبر: 3491667 خپرونې تاریخ : 2025/09/07
ایکنا – د اسلامی وحدت د نهه دیرشم نړیوال کنفرانس په اړه خبری ناسته د اسلامی مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنط د عمومی منشي حجةالاسلام حمید شهریاری په خبرو سره د اسلامی مذهبونو په پوهنتون کې ترسره شو.
د خبر لمبر: 3491666 خپرونې تاریخ : 2025/09/07
ایکنا - د الجزایر د دیني چارو او اوقافو وزارت د نبی اکرم حضرت محمد مصطفی (ص) د زوکړې د جشنونو په ترڅ کې د نبوي سیرت د نړیوالې سیالۍ د پیل اعلان وکړ.
د خبر لمبر: 3491664 خپرونې تاریخ : 2025/09/07
ایکنا - د نبی اکرم حضرت محمد(ص) د نیکمرغه زوکړې د شپو ورځو ځانګړي جشنونه د مصر د چارواکو او اوسېدونکو په پراخ ګډون سره د قاهرې په امام حسین (ع) جومات کې ترسره شول.
د خبر لمبر: 3491663 خپرونې تاریخ : 2025/09/07
ایکنا – د ایران په سویلختیځ کې په سیستان او بلوچستان کې د ولي فقیه استازي وویل، د اهل سنت اواهل تشیع ترمینځ پراخه ملګرتیا د دوامدار تعامل پایله ده او د اسلامي تمدن بیاژوندي کول،د ټولو مسلمانانوترمینځ له تعامل پرته ممکن نه دي.
د خبر لمبر: 3491657 خپرونې تاریخ : 2025/09/06
ایکنا - د افغانستان په هرات ښار کې، د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي محصلینو د رسول ا... (ص) د میلاد او د وحدت اوونۍ په مناسبت خپل آثار د « چهل حدیث» نومې د خوشخطۍ په نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړل.
د خبر لمبر: 3491656 خپرونې تاریخ : 2025/09/06
پارس ټوډې - د بریکس ډلې د لسو مسلمانو غړو هیوادونو ددیني مشرانو دویمه غونډه او د معنوي ورېښمو لارې شپږم نړیوال کنفرانس د ستمیر په ۴ او ۵) په ریو دو ژانیرو ښار کې روانه ده.
د خبر لمبر: 3491655 خپرونې تاریخ : 2025/09/06
ایکنا- په نجف اشرف کې د حضرت امام علی علیه السلام سپيڅلی حرم دامیرالمومنین د میلاد د شپې په درشل کې د مقدس ضریح له وینځلو وروسته د ګلانو په زرګونو ګیډیو سره ،د علوي حرم ضریح ،صحنونه او شاوخوا پوښل شوي او په همدې مناسبت په سترو سترو ټوکرو باندې په دې اړه لیکنې شوي او په شاوخوا لګول شوي دي .
د خبر لمبر: 3488619 خپرونې تاریخ : 2024/01/24